Banner

د قدرت الله درمان هايکوګانې

13.10.2009 12:12

خدايه زما په حال لږ رحم وکړې
د سر خوړلي لوړ  ولور د لاسه
شپيته کلن شوم لا لونډ ګرځيږم


ويل يې چې نور درسره مينه نه کړم
ما ويل چې زه دې هم قيصه کې نه يم
چرته به بلې ته دانه واچوم


خدايه په تور ټکي هم نه پوهيده
ځان يې کانديد کړ اولسي جرګې ته
د دې اولس په حال ته ورحميږې


ما ويل چې لږ زرا ديدن خو راکړه
ويل يې چې زهر دې شه خاورې وخوره
ما ويل چې ولې درته مار ښکارم څه

 

پښتونزاده وزيري 25.03.2010 08:25

وا وا درمان صاحب ډيرې ښکلې هايکوګانې وې ډيره زياته مننه زه په راديو کې کار کوم او زه دې يوې تفريحي خپرونې چلول په غاړه لرم هيله ده چې دې هايکوګانو شمېر يو څه زيات کړۍ

واح 30.11.2009 14:25

ټول افغغانستاان ته د لوی اختر مبارکی وایم ستاسو ورور عبدالوااحد اسحاق له کوټی کاسی روډ ځخ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.